اطلاعیه ثبت نام برنامه های ماستری!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٤ کال د ماسټرۍ برنامو کامیاب شویو محصلینو ته خبر ورکول کیږي، چی د راتلونکي ١٤٠٤ کال لپاره د فقهې دوکتورا برنامې او تفسیر، فقه، پښتو، دري، انګلیسي ادبیات، ریاضي، ښوونه او روزنه، ټولنپوهنه، بشري جغرافیا، افغانستان تاریخ په منځنی پېړی کې، رهبري او ښوونیز مدیریت او معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ برنامو لپاره نوملیکنه پیل شوې ده.
د نوملیکنې نېټه: د ۲۲/٦/١٤٠٤ ه.ش څخه تر ۲۹/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې پورې.
نوت: د نوم لیکنې لپاره د لاندې اسنادونو درلودل اړین دي:
* ډیپلوم رنګه کاپي.
* ترانسکرېپټ رنګه کاپي.
* پېژندپاڼې رنګه کاپي.
* څلور قطعې انځورونه.
ټول گران محصلین دې خبر وي.