کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د پوهنتون کارمندانو او خدماتي کارکوونکو د یو کلنې دورې د دیني درسونو د ازموينې پایلې د یو شانداره محفل په ترڅ کې اعلان شوې!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۴۷
123

یکشنبې ورځ د ١٠/٤/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٢/٧/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې لخوا د کارمندانو او خدماتي کارکوونکو د یو کلنې دورې د دیني درسونو د ازموینې پایلې د یو شانداره غونډې په ترڅ کې د پوهنتون معاونینو،  پوهنځیو رئیسانو، د دعوت او ارشاد څانګې مسؤولینو، اداري آمرینو، استادانو، کارمندانو او خدماتي کارکوونکو په ګډون اعلان شوې.

د یادو مراسمو غونډه د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله "عابد" د قرانکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي "زبیر" په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد آمریت څخه مننه وکړه چې د دیني درسونو یو کلنه برنامه یې په کامیابۍ سره پای ته ورسوله، همدارنګه یې د د دیني علم او زده کړو اړوند ټولو ګډونکوونکو ته هراړخیزي خبرې وکړې او ګډونکوونکو ته یې په ژوند کې  د نبوي اخلاقو، سنتونو، ښه سلوک او دین ته د خدمت کولو په پلي کولو سره اړینې سپارېښتنې وکړې .

د غونډې په لړ کې علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" او د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد "غزنوي" ټولو کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دیني علومو او په دنیا او آخرت کې د هغو فوایدو اړوند هراړخیزې ویناوې وکړې.

د غونډې په پای کې د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله "عابد" له لورې د ازموینې پایلې اعلان شوې او له اول مقام څخه تر لسم مقام ګډونکوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS