د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د کریډت سیسټم پېژندنې او د (پوهنځي پېژندنې) غونډه ترسره کړه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۶:۴
123

سې شنبې ورځ د ٢٦/٤/١٤٤٦ ه.ق. چې له ٨/٨/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤولینو د ١٤٠٣کال خزاني سمسټر هغه محصلینو ته چې د یاد پوهنځي بېلابېلو څانګو ته نوي بریالي شوي دي د پوهنځي پېژندګلوۍ، کریډت سیسټم پېژندنې او مربوطه امکاناتو په پار یو ورځنۍ ورکشاپ ترسره کړو.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، له استادانو او کورنۍ سره د ښو اخلاقو، ښې عقیدې درلودلو، هدف درلودلو، مسلکي زده کړو، د عصری زده کړو ترڅنګ د دیني زده کړو، له کتابتون او لابرتوارو څخه د ګټه اخیستلو او د پوهنتون اصولو او قوانینو مطابق د درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند نورمحمد"احمدزي" په خپلو خبرو کې محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ارزښت اړوند محصلینو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

په پای کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد، ښاغلي پوهنیار عبدالله"مخلص" نويو کامیاب شویو محصلینو سره د پوهنځي تشکیل، استادانو، اداري کارمندانو، پوهنځي اهدافو، درسي میتودونو، تعلیمي کال، سمسټرونو شمېر، امتحانونو، د کریدټ سیستم لایحه او درسي ټایمونو اړوند، اړین معلومات شریک کړل.

د پوهنتون رئیس ټولو محصلینو ته د الله(ج) له درباره د کامیابۍ هیله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS