کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا په مرکز کې د پوهنتون استادانو لپاره" د مکسکوډاMAXQDA سافټوېر سره د بلدتیا" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۲۰
9خفلقب

چهارشنبې ورځ ١٩/٦/١٤٤٧ ه.ق چې له ١٩/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د علمي چارو معاونیت د استادانو مسلکي پراختیا آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا په مرکز کې د پوهنتون استادانو لپاره" د مکسکوډاMAXQDA سافټوېر سره د بلدتیا" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، د استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

یاد ورکشاپ د څېړنو د کیفیت لوړولو، د څېړنیزو تګلارو معیاري کولو او د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په هدف ترتیب شوی و.

 په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ، وویل:  په پوهنتون کې د استادانو د څېړنیزو مهارتونو لوړول زموږ د زده‌کوونکو د راتلونکي او د پوهنتون د علمي موقعیت لپاره بې‌ساری ارزښت لري. نننی سیمینار چې د MAXQDA په څېر نړیوال علمي سافټویر معرفي کوي، زموږ د استادانو د مسلکي ځواکمنتیا لپاره یو مهم ګام دی. د څېړنې معیاري کول یوازې د تجهیزاتو خبره نه ده؛ بلکې د استاد ژمنتیا، مهارت او پوهه هغه اصل دی چې زموږ علمي بنسټ پرې ولاړ دی.

وروسته، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ورکشاپ د موخو په اړوند معلومات ورکړل. 

یاد ورکشاپ د ښاغلي دوکتور عبدالصمد"مشتاق" لخوا وړاندې شو او له استادانو سره (د MAXQDA سافټویر پیژندنه، د کیفي څېړنو پرمختللي میتودونه، د معلوماتو کوډ کول، تحلیل او تفسیر، د څېړنیزو پروژو د مدیریت آسانه لارې، د MAXQDA اساسي کارونه، د پروژې جوړول او تنظیم، د مصاحبو او اسنادو تحلیل اوتومات کوډینګ او ویژوالیزیشن او د څېړنې راپور جوړونې تخنیکونه) موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل. 

ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مقالې!

عنوان: بررسی تأثیر آموزش صریح بر عملکرد تحصیلی شاگردان ناشنوا

محقق: پوهندوی خواجه سردار "صدیقی" عضو کادر علمی دیپارتمنت روانشناسی و تعلیم و تربیه ناشنوایان

چکیده:
این تحقیق با هدف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۲۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا په مرکز کې د پوهنتون استادانو لپاره" د مکسکوډاMAXQDA سافټوېر سره د بلدتیا" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

چهارشنبې ورځ ١٩/٦/١٤٤٧ ه.ق چې له ١٩/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د علمي چارو معاونیت د استادانو مسلکي پراختیا آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا په مرکز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په ګډون ترسره شوه!

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالحکیم"حمدي" د پیل وینا وکړه او پوهنتون کې یې د استادانو او. . .

BACK TO NEWS