کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا هغه استادان چې ١٤٠٣ کال کې یې بهترین علمي کنفرانسونه ارائه کړي وو، د یو غونډې په ترڅ کې وستایل شول!

hamid
Tue, Dec 24 2024 2:00 PM
سیلب5

سې شنبې ورځ ٢٢/٦/١٤٤٦ هــ ق چې له ٤/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا هغه استادان چې ١٤٠٣ کال کې یې بهترین علمي کنفرانسونه ارائه کړي وو، د یو غونډې په ترڅ کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون وستایل شول.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو استادانو څخه چې علمي کنفرانسونه ارائه کړي وو منندویي وکړه، زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو! تاسو د هېواد مهمه برخه یاستئ، خپلو څېړنو ته ادامه وکړئ او کوم فرصتونه چې درکړل شوي له هغه څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او د خپل مسلک مطابق د هېواد اولادونو ته خدمت وکړئ.

وروسته، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي پوهنمل طاووس"محمدي" په بریالیتوب سره د استادانو کنفرانسونو پای ته رسېدلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: کوم کنفرانسونه چې د کمېتې غړو لخوا تأیید شوي او ښې څېړنې یې ترسره کړي په بهترینه کنفرانسونو کې راغلي او یاد استادان به وستایل شي.

وروسته له مقدماتي خبرو، هغه استادان چې ١٤٠٣ کال یې بهترینه کنفرانسونه ارائه کړي وو، د ستاینلیکنو په ورکړې سره وستایل شول.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS