د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې دوه کلنې(۱۴۰۰-۱۴۰۱) لاسته راوړنې

د تکنالوژۍ او اېنټرنېټ برخه

  1. په (۱۴۰۱) کال کې بیا ځلي د پوهنتون انټرنېټ شبکه په نړیوال معیار برابره (configuration) فعال کول.
  2. د پوهنتون انټرنېټ د استعمال په پار د پوهنتون استادانو، کارمندانو او ماسټرۍ برخې محصلانو ته (۱۰۰۰) زر دانې د انټرنېټ یوزر او پسورډ جوړول او وېشل
  3.  په (۱۰۰) اتاقه بلاک کې (۲۵) پایې د بې لین(Wi-Fi) وای فای انټرنېټ نویو دستګاوو نصب او فعال کول.
  4. د پوهنتون په شنو ساحو د بې لین (Wi-Fi)  وای فای انټرنېټ نویو دستګاوو نصب او فعال کول.
  5. د پوهنتون ادارو ته د اړتیا وړ تکنالوژیکي وسایلو اخیستل او فعال کول.
  6. په پوهنتون کې درسي صنفونو او ادارو ته د اړتیا وړ ال سي ډي او پرنټر اخیستل او فعال کول.
  7. په (۱۴۰۱) کال کې بیا ځلي د رسمي برېښنالیکونو او بریښنایي آرشیف فعال کول د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ته رسمي برېښنالیکونه جوړل.
  8. په افغان اکس او اي ډي اکس پلټ فورمونو کې د استادانو آنلاین کورسونه ثبت کول.
  9. د پوهنتون ادارو  کې (۵۰) پنځوس پایې نوي د داخلي شبکې (VOIP) سر میزي ټلیفونونه نصب او فعال کول

 

    د معلوماتي سیسټمونو په برخه کې

    الف:-    HEMIS معلوماتي سیستم

    1. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د (۱۴۰۰) کال له پیل تر اوسه (۱۲۰۰۰) تنو محصلینو، (۳۰۳) تنه استادانو، (۷۳) اداري کارمندانو ته د (HEMIS) سیسټم کې یوزر اکونټ(حسابونه) جوړ او ویشل شوي دي.
    2. د (۱۳۹۷) څخه تر (۱۴۰۱) کال پورې د محصلینو نمرې په سیسټم کې ثبت او د سیسټم له لارې اعلانیږي.
    3. د (۱۳۹۷) کال څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې ټولو برحال محصلینو ته د یوزر اوکونټ توزیع او نوموړي محصلین خپلې نمرې او سوانح په آنلاین ډول په سیسټم کې ګوري.
    4. د (۱۳۹۷) کال څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې د ټولو محصلینو نوم لیکنه او سوانح په سیسټم کې ثبت شوي دي.
    5. د (۱۳۹۷) کال څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې ټولو محصلینو ته د (HEMIS) سیسټم په فارمټ استخواني کارتونه چاپ او توزیع شوي دي.
    6. د (۱۳۹۷) کال څخه تر (۱۴۰۲) تحصیلي کال پورې د محصلینو سمټروار نتاېجو جدول په (HEMIS)  سیسټم کې ترتیب او چاپ شوي دي.
    7. د (۱۳۹۷) کال څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې د محصلینو تبدیلۍ، منفکۍ او تاجیلونه په (HEMIS) سیسټم کې ثبت او اړوند فورمې یې له نوموړي سیسټم څخه توزیع شوي دي.
    8. د (۱۳۹۷) څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې د محصلینو سوانح فورمې له (HEMIS) سیسټم څخه پرنټ او طی مراحل شوي دي.
    9. د (۱۳۹۷) څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې د پوهنځیو اړوند تحصیلی نصاف (کریکلم) په مکمل ډول په (HEMIS) سیسټم کې ثبت شوی دی.
    10. د پوهنتون اړوند (۳۰۳) تنه استادانو سوانح او معلومات په (HEMIS)  سیسټم کې ثبت او ټولو استادانو ته د نوموړي سیسټم څخه یوزر او پسورډونه توزیع شوي دي.
    11. د (۱۳۹۷) کال څخه تر (۱۴۰۲) کال پورې (۱۰۷۴۳) دانې شقې په سیسټم کې ثبت او د محصلینو نمرې پکې رسېدلې دي.
    12. د (۱۴۰۰) او (۱۴۰۱) کال فارغانو (۲۲۷۳) دوه زره مونوګرافونه په (HEMIS)  سیسټم کې ثبت شوي دي.
    13. د پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو، څارنې کمیټې، استادانو او اداري مسئوولینو ته د (HEMIS) معلوماتي سیسټم ښوونیز ترنېنګونه او ورکشاپونه په لاره اچول.

    ب:- د تهیه او تدارکاتو څانګې ته د ډیپو وسایلو ثبت آنلاین معلوماتي سیسټم رامنځته او پلي کول.

     

    ت:-  دپوهنتون آرشیف عمومي مدیریت ته آنلاین معلوماتي سیسټم رامنځته کول.

     

    ث:- د پوهنتون شپني ټایم او ماسټرۍ برخې محصلینو د فیس تحویلۍ او مدیریت لپاره آنلاین سیسټم رامنځته کول.

     

    ج:- د  لوړو زده کړو وزارت وزیر صاحب په شتون کې د کادري بستونو نړیوالې ژبې آزموینې آنلاین سیسټم په وسیله د مرکزي پوهنتونونو اسلامي ثقافت (۷۵۰) تنه استادانو څخه په آنلاین ډول د انګلیسي او عربي ژبې آزموینه اخیستل.

     

    ح:- د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او هېواد د لوړو زده کړو موسسو کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې ژبې آزموینې آنلاین سیسټم په وسیله  په آنلاین ډول د انګلیسي او عربي ژبې امتحان اخیستل.

    د:- د پوهنتون په وېب سایټ کې د پوهنتون ادارو او پرسونلو مکمل معلومات اضافه کول.