د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځنی کمپاین

keu_admin
Wed, Dec 09 2020 10:01 AM
sds

د۱۳۹۹کال د شنبې ورځ د لیندۍ په ۱۵مه، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د پوهاوي کمپاین د دې پوهنتون د جنډر عمومي مدیریت له خوا د شهید استاد ربانی ښوونې او روزنې پوهنتون رییس پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري کارکونکو په ګدون ترسره شو.

غونډه د خدای تعالی د کلام آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې په پیل کې، د پوهنتون جندرعمومي مدیرې آغلې ذکیه عارفي، د خپلې لومړنۍ ویناو په وړاندې کولو سره، په ټولنه کې د ښځو ستونزو په اړه وینا وکړه. بیا د پوهنتون رئیس آغلې لیلما شریفي یما د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د بیلابیلو اړخونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "په دیني اصولو او بشري حقونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نشته، او له کورنیو یې وغوښتل چې د خپلو لوڼو او زامنو ترمینځ توپیر ونه کړي." اجازه ورکړئ چې لوڼې مو د زامنو په څیر لوړې زده کړې ولري ترڅو د خپل هیواد په هوساینې کې فعاله برخه واخلي. ورپسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي هم د مسلې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل دا ښه به وي چې د ښځو پرواندې تاوتریخوالي له خپل ځان او خپلې کورنیو نه پیل کړو، په دې برخه کې، هغه د هیواد د ټولو اتباعو رول مهم وباله، په ځانګړي ډول د استادانو او دیني علماو رول اړین وګڼه. په دوام کې، د اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي پوهندوي عبدالخالق حیدري د اسلامي لید له پلوه د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې او د ښځو دریځ ته یې درناوی وکړ. وروسته، د اروا پوهنې پوهنځي رییس پوهنوال زهره ولید رحماني په ټولنه کې د اروا پوهنې په برخه کې د ښځو حقونو او شخصیت په اړه خبرې وکړې. همدارنګه، د اسلامي زده کړو د پوهنځي رییس ښاغلي سید هاشم امین په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې. وروسته د پوهنتون د کلتوري کمیټې مسؤولې دینا محسني د ښځي په اړه یو شعر واوره او برنامې ته يې ښکلا وروبښله او په پای کې د اسلامی تعلیماتو استاد فرهمند د اسلام له نظره د ښځو په اړه خبرې وکړي، خپل نظریات یې څرګند کړل او برنامه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS