کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
Thu, Mar 20 2025 11:59 AM
a4f56asfsd6

پنجشنبې ورځ د ٣٠/١٢/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٠/٩/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اداري سلسله مراتبو رعایت کولو، د معاونیتونو او پوهنځیو ترمنځ همغږۍ او د محصلینو نظم او دسپلین اړوند خبرې وکړې، همدارنګه یې د ١٤٠٣ کال د څلورمې ربعې د پوهنتون په سطحه د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش د علمي شورا غړو سره شریک کړ چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شو.

وروسته د پوهنتون علمي چارو، محصلانو چارو، مالي او اداري چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیلانو د خپلو اړونده معاونیتونو د ١٤٠٣ کال د څلورمې ربعې ګزارش د علمي شورا غړو ته وړاندې کړ چې د علمي شورا لخوا تأیید شو.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د پوهنتون ریاست اړوند د ١٤٠٣ کال څلورمې ربعې ګزارش او ١٤٠٤ کال کاري پلان تأییدي، د معاونیتونو د١٤٠٣کال څلورمې ربعې ګزارش او ١٤٠٤ کال کاري پلان تأییدي، د پوهنځيو ګزارشونو او عملیاتي پلانونو تأییدي او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS