د پوهنتون په سطحه له اصلي او فرعي کمېټو سره د ارتقای کیفیت آمریت غونډه ترسره شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۱۴
4555

دوشنبې ورځ د ١٣/۴/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ۸/٨/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د تضمین کیفیت آمریت لخوا د پوهنتون په سطحه له اصلي او فرعي کمېټو سره د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون رئیس، د علمي چارو مرستیال، ارتقای کیفیت آمر او پوهنتون په سطحه د کمېټې مسوولینو په ګډون غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مسوولیتونو پېژندلو، د اهدافو تعیین کول او په کارونو کې د صداقت او اخلاص اړوند اړېنې سپارېښتنې وکړې.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" د غونډې ګډونوالو ته د تضمین کیفیت اړوند موضوګانې تشرېح کړې.

د غونډې په جریان کې ښاغلي پوهنمل شریف الله"حبیب‌یار" د ارتقای کیفیت آمر، د اصلي او فرعي کمېټو د( دندو لایحې، تشکیلاتي چارت، د پروتوکول کتاب ثبت، د غړو حاضري، استراتېژیک پلان ،عملیاتي پلان، مربوطه مرجع لخوا د پلانونو تاییدی، جلسو دایرېدلو او د اسنادونو موجودیت اړوند موضوګانې تشرېح او توضېح کړې

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

BACK TO NEWS