د پوهنتون په سطحه له اصلي او فرعي کمېټو سره د ارتقای کیفیت آمریت غونډه ترسره شوه!
دوشنبې ورځ د ١٣/۴/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ۸/٨/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د تضمین کیفیت آمریت لخوا د پوهنتون په سطحه له اصلي او فرعي کمېټو سره د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون رئیس، د علمي چارو مرستیال، ارتقای کیفیت آمر او پوهنتون په سطحه د کمېټې مسوولینو په ګډون غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په لومړي سر کې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مسوولیتونو پېژندلو، د اهدافو تعیین کول او په کارونو کې د صداقت او اخلاص اړوند اړېنې سپارېښتنې وکړې.
وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان "رشیدي" د غونډې ګډونوالو ته د تضمین کیفیت اړوند موضوګانې تشرېح کړې.
د غونډې په جریان کې ښاغلي پوهنمل شریف الله"حبیبیار" د ارتقای کیفیت آمر، د اصلي او فرعي کمېټو د( دندو لایحې، تشکیلاتي چارت، د پروتوکول کتاب ثبت، د غړو حاضري، استراتېژیک پلان ،عملیاتي پلان، مربوطه مرجع لخوا د پلانونو تاییدی، جلسو دایرېدلو او د اسنادونو موجودیت اړوند موضوګانې تشرېح او توضېح کړې
په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
