کابل ښوونې او روزنې پوهنتون 1403 کال(شپني، څوارلسم پاسانو او دیني مدارسو او ماسټرۍ برنامو) خبرتیا!

keu_admin
74457

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټولو علاقه مندانو ته خبر ورکول کیږي، چی د راتلوونکي 1403 کال لپاره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا په لاندې مختلفو برخو کې:

1- ماسټرۍ برنامې(تفسیر، فقه، پښتو، دري او انګلیسي ادبیات، ریاضي، عمومي ښوونه او روزنه، ښوونیز مدیریت او ټولنپوهنه)

2- څوارلسم پاسان او دیني مدارس(تفسیر او حدیث، فقه او عقیده، پښتو، دري او انګلیسي ادبیات، ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، تاریخ، جغرافیه او بدني روزنه)

3- شپني(تفسیر او حدیث، فقه او عقیده، معلوماتي سیسټمونه او معلوماتي تنکالوژۍ) لپاره نوملیکنه پیل شوې.

علاقه مندان کولای شي چې د نوملیکنې فورمونه د یکشنبې ورځ 1402/11/15 ه.ش. نېټې څخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت د ثبت او راجسټر مدیریت څخه ترلاسه کړي.

نوت: د نوم لیکنې(فورم اخیستلو)لپاره په یادو برخو کې د لاندې اسنادونو درلودل اړین دي:

* (دوولسم شهادت پاڼې، څوارلسم سند او ډیپلوم) رنګه کاپي هرې مربوطه برخې کې.

* ماسټرۍ لپاره ترانسکرېپټ رنګه کاپي.

* ټولو برخو کې پېژندپاڼې رنګه کاپي.

* ټولو برخو لپاره یوه قطعه انځور.

ټول گران علاقه مندان دې خبر وي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو ترمنځ . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د درسونو د پیل خبرتیا!

ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٤ کال د فقهې دوکتورا او د فقهې، ټېسول(انګلیسي)ادبیات او معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ برنامو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د درسونو د پیل خبرتیا!

ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٤ کال د فقهې دوکتورا او د فقهې، ټېسول(انګلیسي)ادبیات او معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ برنامو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې . . .

Back to announcements