کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د اولو ټولګیو (٦٠) تنو محصلینو ته "د وخت مدیریت او برنامې جوړونې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۲۹
S8F9DG6F8

سې شنبې ورځ د ٢٤/١٠/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز لخوا د اولو ټولګیو(٦٠)تنو محصلینو ته " د وخت مدیریت او برنامې جوړونې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، اداري آمرینو، کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" په خپلو خبرو کې له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه، او د وخت ارزښت، له وخت څخه په ګټه اخیستنې د درسونو مخته وړلو، د انسان په ژوند کې د اسلام له نظره د وخت ارزښت او له سیمینار څخه د ګټې اخیستنې اړوند ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د محصلانو خدماتو چارو آمر ښاغلي انجینر خان آغا"خبیب" په خپلو خبرو کې د وخت مدیریت او په اداري او تخنیکي چارو کې د پلان جوړونې اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

یاد سیمینار د مشاورې مرکز مسؤولینو لخوا محصلینو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۱:۴۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په یوه اوونۍ کې!

شنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان ارائه وشوه.

یکشنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاون د نه ګوني پوهنځیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پای ته ورسېد!

پنجشنبې ورځ د ٢٦/١٠/١٤٤٦ ه.ق چې له ٤/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پای ته ورسېد.

د یاد سیمینار درېیمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د اولو ټولګیو (٦٠) تنو محصلینو ته "د وخت مدیریت او برنامې جوړونې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو!

سې شنبې ورځ د ٢٤/١٠/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز لخوا د اولو ټولګیو(٦٠)تنو محصلینو ته " د وخت مدیریت او. . .

BACK TO NEWS