کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو لخوا د پوهنتون رئیس ته ستاینلیک ورکړل شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۳
144
دوشنبې ورځ د 3/2/1403 ه.ش چې له 13/10/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو لخوا د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" ته ستاینلیک ورکړل شو
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" چې په ډېر کم وخت کې یې د پوهنتون بهبود او ښه والي لپاره اړین کارونه ترسره کړي دي د علمي شورا غړو له ښاغلي رئیس صاحب څخه د ستاینلیک په ورکړې منندویي وکړه او د الله ج له دربار څخه یې ورته د لا زیاتو خدماتو ترسره کولو هیله وکړه.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو څخه د منندویې ترڅنګ، وویل: خپلو کارونو ته به ادامه ورکړم او په هره برخه کې به کوښښ وکړم چې پوهنتون او محصلینو ته لا ډېر خدمات ترسره شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "تحصیلي نظام په ښه والي کې د محصل دندې" سرلیک لاندې زده کړیز سیمینار وړاندې شو!

یکشنبې ورځ د 3/11/1445 ه.ق چې له 23/2/1403 ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو آمریت، محصلینو ته " تحصیلي نظام په ښه والي کې د محصل دندې" ترسرلیک. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د (علمي تحقیقاتو او نشراتو) کمېټو غړو سره غونډه ترسره کړه!

شنبې ورځ د ٢٢/۲/۱۴۰۳ هـ.ش چې له ٢/١١/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د (علمي تحقیقاتو او نشراتو) کمېټو غړو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۹:۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه!

چهارشنبې ورځ د 19/2/1403 هـ.ش چې له 29/10/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د. . .

BACK TO NEWS