کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۹:۶
45
چهارشنبې ورځ د 19/2/1403 هـ.ش چې له 29/10/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اسلامي علومو پوهنځي رئیس او ثقافت څانګې استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره د ښو درسي میتیودو عملي کولو او خپلو مسؤولیتونه په سمه توګه د مخته وړلو په پار نیول شوې.
زیاته یې کړه: محترمو استادانو تاسو د نظام یو مهمه برخه یاست او د ثقافت مضمون محصلینو لپاره خورا اړین او مهم مضمون ده، د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلوونکۍ روښانه وي، خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو خپلې تدریسي چارې پر مخ یوسئ.
ښاغلي “هاشمي” د اسلامي ثقافت استادانو ته د نوي تدریسي میتیودونو مخته وړلو، په کارونو کې صداقت، محصلینو سره ښه سلوک او رفتار او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS