د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او د ځوانانو د تعلیم او ځواک ورکولو ملاتړې موسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

keu_admin
Sat, Mar 13 2021 9:48 AM
sdfsd

د ۱۳۹۹ کال شنبې ورځ د کب په ۱۶مه، د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او د ځوانانو د تعلیم او ځواک ورکولو ملاتړې موسسې ترمنځ، د دې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د یادې شوې موسسې مرستیالې له خوا دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه تفاهم لیک هدف د دوه اړخیزو همکاریو رامینځته کول او د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون زده کونکو لپاره د ظرفیتونو لوړولو برنامې چمتو کول ښودل شوي دي.

په دې ناسته کې د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون محصلانو چارو مرستیاله آغلې پوهندوي ذکیه ظاهرشریفیان، د پوهنتون د محصلینو خدماتو همغږي آمر آغلې راضیه عمر، د پوهنتون د کاري مهارتونو روزنې روزونکی ښاغلي عبدالرشید سامع، د ځوانانو د تعلیم او ځواک ورکولو ملاتړې موسسې مرستیاله آغلې سحرافشار او د نوموړې موسسې یو شمیر غړو برخه اخیستې وه.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS