کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه!

hamid
Sat, Oct 11 2025 3:01 PM
ADFSFD

شنبې ورځ د ١٩/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٨/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"   د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اسلامي علومو پوهنځي معاون او ثقافت څانګې استادانو په ګډون پیل شوه.

 لومړۍ، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالمعید"ابوالجراد" د غونډې پیل وینا وکړه او له ګډونوالو سره یې د غونډې اهدافو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره د تدریسی بهیر ښه والي، ښو درسي میتیودونو عملي کولو او په سمه توګه د مسؤولیتونو   مخته وړلو په پار نیول شوې.
زیاته یې کړه: محترمو استادانو تاسو د نظام یو مهمه برخه یاست او د ثقافت مضمون محصلینو لپاره خورا اړین او مهم مضمون ده، د محصلینو روزل او تربیه ستاسو په لاس کې ده او د ښې روزنې راتلوونکۍ روښانه وي، خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شئ او د پوهنتون اصولو او قوانینو ته په کتو خپلې تدریسي چارې پر مخ یوسئ.
ښاغلي “هاشمي”  د اسلامي ثقافت استادانو ته د نوي تدریسي میتیودونو مخته وړلو، په کارونو کې صداقت، محصلینو سره ښه سلوک او رفتار او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS