کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند د مقالو څېړلو کمېټې ناسته ترسره شوه!

hamid
Thu, Feb 20 2025 8:52 AM
aw9t

چهارشنبې ورځ ٢٠/٨/١٤٤٦ هــ ق چې له ١/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند د مقالو څېړلو کمېټې ناسته ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو استادانو څخه چې علمي مقالې لیکي، منندویي وکړه، زیاته یې کړه: د یادې کمېټې غړي د مقالو څېړلو برخو کې خورا زیاد مسؤولیتونه لري، د استادانو ټولې مقالې باید په ښه شکل سره وڅېړل شي او د مقالو محتوا او مضمون برخو ته پاملرنه وشي او ټولې مقالې باید د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق تنظیم شي.

وروسته، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي پوهنمل طاووس"محمدي" د یادې کمېټې ایجاد او ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو د غونډې ګډوونکونکو د کمېټې غړو د دندو لایحو معلومولو، استادانو علمي-تحقیقي مقالو د ارزونې فورم او نهایي ارزونې لپاره د اسلامي علومو ملي ژورنال او نړیوال ژورنال د مقالو توضېح اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS