کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي له استادانو سره د کنفرانسو او سیمینارو ارائه کولو او خپلو اړونده رشتو کې د څېړنو ترسره کولو اړوند غونډه ترسره کړه!

hamid
Tue, Dec 31 2024 9:13 AM
سا723

یکشنبې ورځ د ٩/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٨/٦/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي له استادانو سره د کنفرانسو او سیمینارو ارائه کولو او خپلو اړونده رشتو کې د څېړنو ترسره کولو اړوند غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره، د وړاندیزونو او نظرونو اورېدلو او د ستونزو حل، تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي ته د کمبودو وسایلو خریدارۍ، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل او پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو په پار نیول شوې.

زیاته یې کړه: قدرمنو استادانو کوښښ وکړئ چې د ژمي په رخصتیو کې له فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره سیمینارونه او کنفرانسونه دایر کړئ، په خپلو مطابقو رشتو کې ډېړې څېړنې وکړئ او د هېواد اولادونو ته په هره برخه کې د خدمت کولو جوګه وګرځئ.

ښاغلي "هاشمي" استادانو ته د پوهنځي کتابتون ته د اړینې توجو کولو، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS