کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په جریان کې "فکري روزنې" سرلیک لاندې موضوع تدریس شوه!

keu_admin
Tue, Jul 02 2024 1:53 PM
444
 
 
دوشنبې ورځ د ١١/۴/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٤/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون د رهبری او دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ چې محصلینو ته کوم دیني-اصلاحي درسونه پیل شوي دي، د یادو درسونو په جریان کې "فکري روزنې" تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د یاد پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.
ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام مبارک دین ته احترام او خدمت کولو، سیرت او صورت د اسلام مبارک دین په اصولو برابرولو، نبوي سنتونو باندې ځان آراسته کولو، فکر او عقل له لارې د کایناتو پیدایښ اړوند فکر کولو او د اسلام مبارک دین په سمه توګه پېژندلو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

 

Latest news

Tue, Jul 14 2020 2:59 PM
Background image

Graduates Monograph Defense Ceremony of English Department

On Wednesday December 28, 2016 the graduated students monograph defense took place at TESOL Library, Kabul Education University.

Tue, Jul 14 2020 2:55 PM
Background image

Higher Education Management Information System (HEMIS) students from the Creative Center for Information Technology (IT Competence Center) is made, in..

Higher Education Management Information System (HEMIS) students from the Creative Center for Information Technology (IT Competence Center) is made, in a ceremony presented and discussed. . .

Tue, Jul 14 2020 10:40 AM
Background image

Protocol between Shaheed prof. Rabani Education University and USWDP

The protocol  was singed between Shaheed prof. Rabani Education University and USWDP about establishing master’s program in field of education in academic deputy office at university.

BACK TO NEWS