کابل ښوونې او روزنې، فاریاب او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربي) ژبو ازموینه واخیستل شوه!

keu_admin
Sat, May 18 2024 5:07 PM
22
کابل ښوونې او روزنې، فاریاب او د بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو د نړیوالو(انګلیسي او عربي) ژبو ازموینه د شنبې ورځ د 29/2/1403 ه.ش چې د 29/11/1445ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز کې واخیستل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیراغا"هاشمي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" په ازموینه کې د شفافیت او د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل
د یادونې وړ ده چې د نړیوالو(انګليسی او عربي) ژبو ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه یکشنبې ورځ 30/2/1403 ه.ش چې له 11/11/1445 ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS