کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د سلام خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

yasin
Thu, Apr 18 2024 11:25 AM
444

چهارشنبې ورځ د ٨/١٠/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ٢٩/١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیرآغا "هاشمي" د سلام خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د سلام پوهنتون مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له مسؤولینو سره یې د پوهنتون اړونده پوهنځیو، استادانو، ماسترۍ برنامو، دوکتورا برنامې، کتابتون او لابرتوارونو په هکله اړین معلومات شریک کړل.

وروسته، د سلام پوهنتون مسؤولینو د یادې غونډې اړوند وویل: خوښ یو چې کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته راغلو او هیله لرو چې راتلونکي کې د دواړو پوهنتونونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شي.

د غونډې په جریان کې د دواړو خواوو لخوا د هېواد په تعلیمي او تحصیلي برخو بحث او خبرې وشوې.

د یادولو وړ ده چې د هوکړه لیک متن په (علمي، تحقیقي، سیمیارونو او ورکشاپو دارېدلو او د دواړو خواوو ترمنځ د نظرونو تبادلې) برخو کې لیکل شوی او په نږدې ورځو کې به لاسلیک شي.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS