کابل ښوونې او روزنې، بامیان، کندز، البیروني، پکتیکا پوهنتونونو او جهان د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربي) ژبو ازموینه واخیستل شوه!

keu_admin
Sat, Mar 02 2024 1:15 PM
44

چهارشنبې ورځ 9/12/1402 ه.ش چې له 17/8/1445 ه.ق. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې، بامیان، کندز، البیروني، پکتیکا پوهنتونونو او جهان د لوړو زده کړو خصوصې مؤسسې د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالو (انگلیسي او عربی) ژبو ازموینه د یاد پوهنتون په آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان“رشیدي“ د ازموینې پروسیجر ټولو ګډونوالو ته تشرېح کړ.

په پای کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د ازموینې شفافیت او آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو(انګليسی او عربي) ژبو ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) آزموینه پنجشنبه ورځ 10/12/1402 ه.ش چې له 18/8/1445 ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS