کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د غالب خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Mon, Feb 26 2024 9:18 AM
455

دوشنبې ورځ د ٩/٨/۱۴۴۵ هـــ.ق. چې له ٣٠/١١/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیرآغا "هاشمي" د غالب خصوصي پوهنتون له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په لومړي سر کې، د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غالب پوهنتون مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: خوښ یم چې کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته مو تشریف راوړ او له مسؤولینو سره یې د پوهنتون اړونده پوهنځیو، استادانو، ماسترۍ برنامو، دوکتورا برنامې، کتابتون او لابرتوارونو په هکله اړین معلومات شریک کړل.

وروسته، د غالب پوهنتون مسؤولینو د یادې غونډې اړوند وویل: خوښ یو چې کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته راغلو او هیله لرو چې راتلونکي کې د دواړو پوهنتونونو تر منځ د دوه ارخیزو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شي.

د غونډې په جریان کې د دواړو طرفو لخوا د هېواد په تعلیمي او تحصیلي برخو بحث او خبرې وشوې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS