Biography of the Vice Chancellor for Academic Affairs of the University
علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح لنډه پېژندنه
محترم مولوي احسان الله ناصح د هیواد د جید دیني عالم فضیلة الشیخ مولوي نورالله ناصح رحمه الله زوی د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی؛ چې په ۱۳۶۹هـ ش - ۱۹۹۰م کال د هجرت په ديار کې په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې د هيواد پلازمينې کابل او ننګرهار ولايت په مختلفو ديني او عصري مدرسو کې ترسره کړي دي.
په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون – شرعياتو پوهنځي اسلامي تعليماتو څانګې ته شامل شو، چې په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې له ياد پوهنځي څخه لومړۍ درجه فارغ شو.
په ۱۳۹۵ هـ ل کې د تفسير او حديث په برخه کې له ماسترۍ څخه فارغ شوی دی چې ورسره په څنگ کې د جامعة الغفورية څخه د لویې دورې د فراغت ویاړ يې هم تر لاسه کړ.
په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې يې د اسلامي فقهې په برخه کې تخصص ترسره کړ، او په ياده برخه کې يې د افتاء سند لاسته راوړ.
د پښتو ژبې برسيره په دري، عربي ،انګليسي او اردو ژبو هم پوره برلاسي لري.
د څېړنې په برخه کې يې له پنځوسو زياتې علمي څېړنيزې مقالې په داخلي او بين المللي ژورنالونو او مجلو کې چاپ شوي دي.
ددې برسيره نږدې لس چاپي اثار لري، چې له دې ډلې څخه يې دوه کتابونه يوازې د رسول الله صلی الله وسلم په سيرت ليکل شوي، يو اثر(قضية قتل الرحمة في الشريعة الاسلامية) تر عنوان لاندې په عربي ژبه چاپ شوی دی،له دې جملې څخه يې يو شمير کتابونه د هيواد په پوهنتونونو او ديني مدارسو کې په تدریسي بڼه هم لوستل کيږي، په مهمو دیني موضوعاتو باندې يې شپږ کتابونه چاپ ته تیار دي.
په لسګونو داخلي او نړیوالو کنفرانسونو کې د گډونوال، تنظیمونکي او ارزیابي کوونکي په حیث هم شریک شوی دی.
په (۰۱ / ۰۱ /۱۴۴۳ هـ ق - ۱۵ / ۰۸/ ۱۴۰۰ هـ ش نېټه) د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال په توګه مسؤليت وروسپارل شو، چې څه د پاسه څلور کاله خدمت وروسته د لوړو مقاماتو د لزوم ديد په بنسټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لپاره د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د 1447/5/26 - 1404/8/26نېټې څخه د علمي چارو مرستیال په توگه ورپيژندل شوی او دغه خدمت يې تر اوسه دوام لري چې ورسره په څنگ کې د شرعياتو پوهنځي د علمي کادر غړيتوب هم لري.