د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ او شپني ټایم محصلانو د فیس تحویلۍ مدیریت آنلاین سیسټم چارو بشپړېدو ارزونه!

keu_admin
Mon, Jul 24 2023 2:05 PM
44565

شنبې ورځ د 5/1/1445 هـ.ق چې، له 31/4/1402 هــ.ش سره سمون لري، د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې اړوند (ICT) مرکز کې د ماسټرۍ او شپني ټایم محصلانو د فیس تحویلۍ مدیریت آنلاین سیسټم چارو بشپړېدو ارزونې په پار غونډه ترسره شوه.

په پیل کې د پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د نوموړي سیسټم په وسیله په اداري چارو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د ګډون کوونکو مسئوولینو څخه یې د نوموړي سیسټم په پوره پلي کولو او غني کولو ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې: د نوموړي سیسټم په ښه توګه پلي کولو کې هر ډول همکارۍ او آسانتیاوو رامنځته کولو ته تیار دی او د دې سیسټم په پوره پلي کېدو او غني کېدو کې به له هېڅ ډول همکارۍ درېغ ونکړي.

نوموړی سیسټم د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آی سی ټي مرکز کې د کمپیوټرساینس پوهنځی دوه تنه محصلانو، معلوماتي تکنالوژۍ ټیم، تدریسي مدیریتونو او مالي څانګې غړو په مرسته او مشوره رامنځته شو، تر څو د دې سیسټم په وسیله د ماسټرۍ پروګرام او شپني ټایم محصلانو فیس او اړوند چارې په ښه توګه مدیریت او ټولې چارې یې په آنلاین ډول ترسره شي .

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS