پرون د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په یوه ناسته کې د دغه وزارت معینانو، رییسانو او همدارنګه د هېواد مرکز او ولایتونو د پوهنتونونو له رییسانو سره، په هېواد کې د لوړو زده کړو د پرمختګ په موخه ګډه ناسته تر سره کړه.

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۴:۵۹
ععع

په دغه ناسته کې چې د ولایتونو د پوهنتونونو رییسان د ویډیو کنفرانس له لارې په اړیکه کې وو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني، تعلیم او تعلم د اسلام مقدس دین له واجباتو او د ا.ا.ا له اساسي پروګرامونو وبلل او د هېواد له هغه علمي کادرونو چې په دغه برخه کې یې هڅې کړي مننه وکړه.

شیخ حقاني وویل چې د دیني علومو تر څنګ د تجربوي علومو عامول یوه موخه او اړتیا ده او له دې پرته نه شو کولی چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د پرمختګ له کاروان سره سم مزل وکړو.

هغه د ښکېلاک پر وړاندې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس مېړانې او اېماندارۍ ته اشاره وکړه او د هغوی له بریا یې خوښي څرګنده کړه. دغه راز ویې ویل چې اوسمهال به د نوي اسلامي نظام تر چتر لاندې د هېواد له استادانو او پوهانو سره یو ځای، په متحد ډول او له هر ډول امکاناتو په ګټه اخیستنې سره د افغانانو د مسلکي کولو لپاره هڅه کېږي.

د نورو هېوادونو له ګټورو تجروبو ګټه اخیستنه، د استادانو ظرفیت لوړونه، د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره اړیکې او د اسلام مقدس دین پر ارزښتونو د هېواد تحصیلي نظام تنظیمول هغه څه وو، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټینګار پرې وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل: د افغانستان د خلکو د جهاد له بریا وروسته بل ګام د افغانستان ودانول او پرمختګ دی او دغې موخې ته د رسېدو لپاره استادان حیاتي رول لوبلی شي. نومړي د هېواد د بچیانو په زده کړه کې د استادانو هڅې جهاد وباله او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې ډېر ژر به د لوړو زده کړو بنسټونه پرانیستل شي او د پوهنتونونو ټولو استادانو او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یوه ښه پيل په موخه دې خپلو کارونو ته پوره چمتوالی ولري.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو پخوانی وزیر دوکتور عباس بصیر، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري او د ځینو نورو پوهنتونونو رییسانو او استادانو په خپلو خبرو کې د هېواد د لوړو زده کړو په اړه د ا.ا.ا له نیک دریځ څخه ملاتړ وکړ او ځينې وړاندیزونه او نظرونه یې ورسره شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ژمنه وکړه، چې د لوړو زده کړو تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS