کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۷
fgzsas

 

چهارشنبې ورځ د ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې ٧/١٤٤٧/ ١٠ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستيال د کمپيوټر ساينس پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د پوهنځي د علمي وضعيت ارزونه وشوه او د علمي همکاريو پراختيا، د تدريسي بهير د پياوړتيا او د استادانو ترمنځ د تجربو د شريکولو پر ارزښت خبرې وشوې.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله "ناصح" ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ د فوق لېسانس (ماسټرۍ) برنامې کيفيت لوړولو، د درسي نصاب معياري کولو او د محصلينو علمي ظرفيت لوړولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د کيفيت لوړاوي د ارزونې بهير ته په کتو، د اړينو اسنادو برابرولو، د تدريسي معيارونو پوره کولو او د ارزونې لپاره د بشپړ چمتووالي لپاره باید اړین کارونه ترسره شي.

په پای کې استادانو خپلې نظريې، ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او د علمي چارو مرستيال د علمي پرمختګ، د کيفيت د دوامداره ښه والي او د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره یو ورځنۍ ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

۸/۹/۱۴۴۷ ه.ق چهارشنبه
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د تدریس په پروسه کې د علمي کادر غړو رول). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادرونو د لاسته راوړنو ستاینغونډه ترسره شوه!

 

یکشنبې ورځ د ۶/۸/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ۵/۱۱/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي پرمختګونو په لړ کې، هغه استادان چې د لوړو علمي رتبو (پوهاند) ته رسېدلي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټری او دوکتورا برنامو د نوملیکنې خبرتیا!

لینک ثبت‌نام:
https://nexa.gov.af/fa/downloadable-files/2/file-items

https://www.facebook.com/share/p/1WStSAjPKv/

BACK TO NEWS