کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره یو ورځنۍ ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!
۸/۹/۱۴۴۷ ه.ق چهارشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د تدریس په پروسه کې د علمي کادر غړو رول) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسلکي پراختیا مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" د غونډې ګډونوالو ته د مقدماتي وینا ترڅنګ، وویل: د علمي کادر غړي د پوهنتون بنسټي ستنې دي او اغېزمن تدریس یوازې د مضمون په انتقال نه، بلکې د محصل د فکري ودې، اخلاقو او مسلکي روزنې تضمین هم دی. له همدې امله، دا ډول ورکشاپونه د نوې پوهې، تجربو شریکولو او د تدریسي مهارتونو د لا پیاوړتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهاند همایون"غفوري" لخوا رسماً پیل او د اغېزمن تدریس اصول، د استاد مسؤلیتونو، د درسي موادو سم تنظیم، د محصلینو ارزونې میتودونه، د تدریس پر مهال د نوښت رول او د استاد او محصل ترمنځ اغېزمنې اړیکې اړوند هراړخیز معلومات یې له استادانو سره شریک کړل.
ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.
وتساپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945
ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09
فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL
ویبسایت:
Keu.edu.af
یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?
وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq
صفحه رسمي ژورنالهای پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?
id=61577701660030
