کابل ښوونې او روزنې، بامیان، کندز او پروان پوهنتونونو کادري بستونو د بینالمللي ژبې ازموینې خبرتیا!
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دري ژبې او ادبیاتو، انګلیسي ژبې او ادبیاتو، فزیک او ښوونیز مدیریت څانګو(نارینه)، بامیان پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې(نارینه)، کندز پوهنتون د تاریخ او جغرافیې څانګو(نارینه) او پروان پوهنتون د پیداګوژی او د ارواپوهنې مسلکي تعلیماتو څانګې(نارینه) د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د بینالمللي ژبې ازموینه د سې شنبې ورځ د ١٧/٧/١٤٠٣ ه.ش چې د ٤/٤/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار (٨:٤٥) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-تي)مرکز کې اخیستل کېږي.
نوټ: د ازموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.
نوټ: د بینالمللي ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د چهارشنبې ورځ ١٨/٧/١٤٠٣ چې له ٥/٤/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لری د سهار په (٩)بجو اخیستل کیږي.