کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او د پولیسو اکاډمی قومندان ترمنځ غونډه ترسره شوه!

پنجشنبې ورځ د ١١/٧/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٣٠/٣/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" او د پولیسو اکاډمی قومندان ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم "همت" ترمنځ د دوه اړخیزو ګډو همکاریو په پار غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" له ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم "همت" څخه د یادې ناستې په پار منندویي وکړه.
زیاته یې کړه: دا چې زمونږ مسؤولیت په اکاډمیکو ځایونو کې د هېواد بچیو روزل دي او په دې برخه کې باید د محصلینو ښې روزنې لپاره زیاد خدمات ترسره شي، غواړو چې د پولیسو اکاډمی سره دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک ولرو.
ښاغلي “هاشمي” د خبرو په داوم کې د دواړو خواوو ترمنځ د ښو روابطو، دواړو خواوو د ستونزو حل، علمي همکاریو او د محصلینو پرمختګ او ښې روزنې لپاره د خدماتو ترسره کولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.
د غونډې په جریان کې د دواړو خواوو ترمنځ د ښو روابطو، ګډو علمي همکاریو، او د دوه اړخیزه علمي همکاریو هوکړه لیک په امضاء کولو بحث او خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې نږدې راتلوونکي کې به دې دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخیزو ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.