د پوهنتون موخې، مأموریت او لیدلوری
ارزښتونه:
د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د علم تولید ازادي او د پوهې عامه مالکیت اصل ته درناوی.
په چارو کې د عدالت، رښتینولۍ، روڼتیا او حسابورکونې مراعات د یوه اسلامي اصل په توګه.
د اسلامي اصولو او نړیوالو علمي او څېړنیزو معیارونو درناوی.
د دندېمحورۍ، پایلهمحورۍ او فضیلتمحورۍ د ګډ اصل درناوی.
د معرفتي لاستهراوړنو درناوی د یوه علمي، اخلاقي او ارزښتیز اصل په توګه.
د ګډ مشارکت پیاوړتیا او له تمرکزګرایۍ څخه ډډه.
د زدهکړو، څېړنو او خدمتونو په ټولو برخو کې کیفیت ته ژمنتیا.
د لوړو زدهکړو وزارت له پالیسۍ سره سم مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي.
د ټولنې اړتیاوو له مخې نویو تحصیلي پروګرامونو رامنځته کول او د علمي څانګو پراختیا.
په پوهنتون کې د لوړو زدهکړو د درېګونو پړاوونو (لېسانس، ماسټري او دوکتورا) بشپړه څېړنه.
د تدریس، څېړنې او علمي فعالیتونو لپاره د بنسټیزو زیربناوو رامنځته کول او پراخول.