کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" له اداري کارمندانو سره غونډه ترسره کړه!

yasin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۴۵
44

یکشنبې ورځ د 27/12/1402 هـ.ش چې له 7/9/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، له اداري کارمندانو سره لیدنه وکړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس او اداري برخو کارمندانو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې وویل: چې یاده غونډه له کارمندانو سره د ورځنیو کارونو په منظمه توګه د مخته وړلو په پار نیول شوې ده.

زیاته یې کړه: محترمو کارمندانو پوهنتون مو مشترک کور دی، پوهنتون کې د ورورولی فضا رامنځته کړئ او ټولو کارونو کې له یو بل سره مشورې کوئ.

همدارنګه ښاغلي "هاشمي" کارمندانو ته "په کارونو کې ریښتینوالي، په وخت دفترونو ته راتللو او د دفاترو تر منځ د همغږۍ موجودیت " اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د کارمندانو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدولو وروسته د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS