کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د آی-سي-ټي په مرکز کې د اداري کارمندانو لپاره" د سایبري امنیت" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي سیمینار دایر شو!

دوشنبې ورځ ٢٢/٣/١٤٤٧ ه.ق چې له ٢٤/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د مخابراتو وزارت په همکارۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د آی-سي-ټي په مرکز کې د اداري کارمندانو لپاره" د سایبري امنیت" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي سیمینار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، محصلانو چارو مرستیال، د استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو، مخابراتو وزارت کارمندانو او د پوهنتون اداري کارمندانو په ګډون پيل شو.
سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: سایبري امنیت نن ورځ د علمي او اداري بنسټونو لپاره یوه جدي اړتیا ده. زیاته یې کړه: پوهنتونونه د محصلینو او استادانو د زیاتو معلوماتي سرچینو له امله زیاتره وخت د سایبري بریدونو او ګواښونو هدف ګرځي. ټینګار یې وکړ د کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د معلوماتي سیسټمونو خوندیتوب د پوهنتون د رهبرۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
وروسته، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" خپلو خبرو کې د سیمینار د موخو په اړوند معلومات ورکړل. زیاته یې کړه: په نننۍ ډیجیټلي زمانه کې زموږ اداري کارکوونکي باید د سایبري امنیت اړوند مسلکي پوهه ولري، څو وکولای شي د احتمالي بریدونو او آنلاین ګواښونو پر وړاندې د پوهنتون معلوماتي سیسټمونه خوندي وساتي. همدارنګه یې وویل: پوهنتون به د نورو دولتي او تخصصي ادارو په همکارۍ د ورته پروګرامونو دوام جاري وساتي، تر څو د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې په عصري تخنیکي برخو کې لا پسې پیاوړې شي.
د سیمینار په دوام کې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت کارمند ښاغلي انجینر صفي الله"یوسفي" له اداري کارمندانو سره (د سایبري امنیت تعریف او په دولتي او تعلیمي ادارو کې یې اهمیت، د سایبري ګواښونو پېژندنه لکه هک، بدافزارونه، فیشینګ او د معلوماتو غلا، د ایمیل حسابونو او ټولنیزو شبکو د خوندیتوب لارې چارې، د پیاوړو رمزونو د جوړولو او سم مدیریت اصول، د بریدونو د پېژندنې او مخنیوي لپاره د تخنیکي سیستمونو اهمیت او په اداري معلوماتو کې د امنیت د ټینګښت لپاره د داخلي تګلارو او مقرراتو رول.) موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.
په وروستي برخه کې د ګډونوالو لخوا پوښتنې وشوې چې د مخابراتو وزارت کارمندانو لخوا عملي ځوابونه ورکړل شول.