د غوسې د مدیریت سیمینار

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۹:۲۸
dffgg

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روان‌درملنې او مشاورې مرکز په دغه پوهنتون کې د محصلانو د رواني روغتیا د ودې او ښه کېدو لپاره فعالیت کوي. دا وار یې د پوهنتون د اداري برخې کارکوونکو ته د غوسې د مدیریت په اړه نیمه‌ورځنی سیمینار وړاندې کړ. دا سیمینار د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه جوړ شو چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سردار ولي عاجز او د اداري برخو مدیرانو او آمرانو پکې برخه اخیستې وه.

دغه سیمینار د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د محصلانو د خدمتونو د همغږي آمر ښاغلي مفتي عبدالکریم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د مشاورې مرکز له مسؤل څخه یې وغوښتل چې د دغه پوهنتون د کارکوونکو د ودې او پرمختګ لپاره لا زیات پروګرامونه په پام کې ونیسي. وروسته د پوهنتون د مشاورې مرکز مسؤل ښاغلي ظاهر صمیم په ټولنه کې د غوسې د ډولونو او عواملو په اړه خبرې وکړې او د هغو حل‌لارې یې د سیمینار له ګډونوالو سره شریکې کړې. همدا راز ګډونوال یې پر دې وپوهول چې په خپله ټولنه او چاپېریال کې غوسه څرنګه مدیریت شي تر څو ښه او خوشحاله ژوند ولرو. بالاخره پروګرام په پوښتنو او ځوابونو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS