اصلي منځپانګه دانګل
فعالیتونه
- د پوهنتون د رئیس د نه حضور پر مهال د هغه د دندو او مسئولیتونو ترسره کول.
- د پوهنتون له رئیس سره په علمي او اکاډمیکو چارو او فعالیتونو کې همکاري کول.
- د علمي کادر د غړو د تقرر، علمي رتبې د تثبیت، علمي ترفیع او انفکاک اړوند قانوني اجراآت ترسره کول.
- د پوهنتون د نشراتي چارو رهبري او څارنه.
- د علمي شورا د کلني کاري پلان طرحه ، تصویب او تطبیق په موخه د هر کال په پیل کې د علمي شورا لومړۍ غونډې ته وړاندې کول.
- د علمي شورا د غونډو د اجنډا ترتیبول او د شورا د پرېکړو ثبت او ساتنه.
- د پوهنتون د اکاډمیکو چارو اړوند مقررو، لوایحو او طرزالعملونو ارزونه او بیاکتنه.
- د اړوندو کمېټو مشري او رهبري کول.
- د علمي چارو معاونیت اړوند دفترونو او واحدونو د چارو او فعالیتونو څارنه.
- د درسي نصاب ارزونه او د وخت غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره د سمون لپاره د اصلاحاتو او وړاندیزونو وړاندې کول.
- د علمي چارو معاونیت د کلنیو اجراآتو او فعالیتونو راپور د پوهنتون ریاست ته وړاندې کول.
- د پوهنتون د اکاډمیک ستراتیژیک پلان په جوړولو کې اسانتیا رامنځته کول او همکاري کول.
- د نافذه قوانینو، مقرراتو او لوایحو له مخې د علمي چارو معاونیت پورې اړوند نورې سپارل شوې دندې ترسره کول.