د کابل ښوونې او روزنې، پروان او بامیانو پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۸:۴۷
455

د سه شنبې په ورځ 1444/9/20 ق نېټه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پروان او بامیانو پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د یاد پوهنتون په آی سي ټي سنټر مرکز کې واخیستل شوه.

آزموینه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر اکرام الله “صهیب” په خپلو خبرو کې نوماندانو ته اړینې سپارښتنې او په یاده آزموینه کې د بریا غوښتنه وکړه.

په دغه آزموینه کې د پوهنتون د استادانو همغږۍ څانګې آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله “ بیگزاد “ د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو او تخنیکي ټيم ته سپارښتنه وکړه، چې گډونوالو نوماندانو ته په ښه توگه لارښوونه وکړي او آزموینه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توگه واخیستل شي، چې د هغوی له خوا د اجراأتو ډاډ ورکړل شو.

همدارنګه، د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انگلیسي څانګې آمر پوهاند عبدالجلیل “ کهدستانی “ هم د آزموینې له شفافیت، امانت دارۍ او نظم ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

وروسته د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیستم په اړه لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل چې: آزموینه په شفاف ډول د Online Exam Program (OEP) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیستم پرته له کوم جعل او له لاس وهنې خوندي دی، د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ نتیجې اعلانېږي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د سیستم پر مخ وگوري “

ورپسې د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې تخنیکي ټيم په لارښوونه د امتحان اخیستلو لړۍ رسمأ پیل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS