د ا.ا.ا نظام په ملاتړ د ښځو ناسته

keu_admin
Wed, Sep 22 2021 1:17 PM
888

د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ د مدارسو او ښوونځیو د زده‌کوونکو، محصلانو او د ټولنې د نورو پاړکو اړوندو ښځو او نجونو د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې په یوه ناسته کې د غیر مختلط تحصیل او اسلامي حجاب د رعایت په اړه خپل ملاتړ اعلان کړ. همدا راز دوی له هغو ښځو څخه بې‌زارې څرګنده کړه چې په مغرضانه ډول د ښځو د حقونو او آزادۍ شعارونه ورکوي، دوی وویل چې هغوی د افغانو ښځو استازې نه دي. په دې ناسته کې د پوهنتون لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت فوق‌العاده استازي ښاغلي استاد حامد یعقوبي، استادانو، د مدارسو زده‌کوونکو او معترضو محصلانو، د مدني ټولنې غړو، داخلي او بهرنیو رسنیو او ځینو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

ناسته د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې ښاغلي استاد حامد یعقوبي د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په استازیتوب مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او له ملاتړو خویندو یې وغوښتل چې خپل اعتراضات په سوله‌ييز ډول له شرعي دلایلو سره یوځای بیان کړي. د ناستې په دوام ګڼو معترضو خویندو پر موضوع خبرې وکړې. دوی د ا.ا.ا ملاتړ څرګند کړ او د بې‌حجابۍ او په پوهنتونونو او تحصیلي مؤسسو کې د مختلطو درسونو د زیان په اړه یې خبرې وکړې. دوی د لوړو زده‌کړو وزارت له مسؤولینو وغوښتل چې د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلا کولو بهیر جدي وګڼي تر څو اسلامي اصول مراعات شي او هغه خویندې هم ګټمنې شي چې د دغو دلایلو په سبب له لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.

په پای کې ښځو سوله‌ييز لاریونونه وکړل او له ا.ا.ا څخه یې غوښتنه دا وه چې «موږ په پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو په مؤسسو کې مختلط نظام نه غواړو او د اسلامي شریعت ملاتړ کوو». لاریون د اسلامي ارزښتونو او مسلمانو نجونو ته د دغو ارزښتونو د مراعاتېدو د ګټو په شعارونو پای ته ورسېد.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS