کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د استادانو او کارمندانو له علمي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو څخه د منندویۍ غونډه ترسره شوه!

hamid
Mon, Jan 19 2026 3:37 PM
dfasd

دوشنبې ورځ د ٢٩/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٩/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د استادانو او کارمندانو له علمي، څېړنیزو او اداري فعالیتونو څخه د منندویۍ غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي له‌خوا د یاد پوهنځي استادانو او اداري کارمندانو د علمي، څېړنیزو او اداري لاسته راوړنو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پار د قدردانۍ او منندویۍ ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د طبیعي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد فاروق "حکیمي" مقدماتي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د استادانو او کارمندانو له ژمنو، هڅو او مسؤلیت‌پالنې څخه مننه وکړه او ویې ویل: طبیعي علومو پوهنځی د خپلو علمي کادرونو، څېړونکو استادانو او اداري کارمندانو په فعالیتونو پر مټ توانیدلی چې روان کال په علمي، څېړنیزو او تدریسي برخو کې د پام وړ پرمختګونه ولري. نوموړي زیاته کړه: د پوهنځي استادانو نه یوازې د تدریس په برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه اداء کړی، بلکې د علمي څېړنو، سیمینارونو، کنفرانسونو او علمي مقالو د لیکلو له لارې یې د پوهنتون علمي اعتبار نور هم لوړ کړی دی. همدارنګه یې د اداري کارمندانو له منظم کار، همغږۍ او همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د اداري سیسټم بریا د همدغو هڅاندو کارمندانو له برکته ممکنه شوې ده.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" خپلو خبرو کې وویل: د طبیعي علومو پوهنځی د پوهنتون له فعالو او مخکښو پوهنځیو څخه شمېرل کېږي. علمي پرمختګ، معیاري تدریس او مؤثره څېړنه هغه درې مهم اصلونه دي چې د طبیعي علومو پوهنځي استادانو پرې په پوره اخلاص کار کړی دی. نوموړي د ځوانو استادانو علمي ودې، د څېړنیزو پروژو پراختیا او د محصلینو د علمي وړتیاوو لوړولو په برخه کې د پوهنځي هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې رهبري به تل د علمي کادرونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د غونډې په جریان کې د طبیعي علومو پوهنځي استادان او کارمندان د ستاینلیکونو پر ورکړې سره وستایل شول. 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS