کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د نه گونو پوهنځیو محصلینو ته "د کاور لېتر لیکنې" تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو!
شنبې ورځ ١٠/٨/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٠/٥/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د نه گونو پوهنځیو محصلینو ته "د کاور لېتر لیکنې" تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو.
سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي حافظ رحمن گل "وثیق" مقدماتي وینا وکړه، زیاته یې کړه: د دندې ترلاسه کولو بهیر کې لومړی او مهم گام د یوې معیاري سي وي او کاور لیتر درلودل او آماده کول دي، نوموړي همدار راز له محصلینو څخه وغوښتل تر څو له یاد سیمینار څخه ډېر څه زده او پوره گټه ترې واخلي.
وروسته، سیمینار د کاري مهارتونو برخې مدیر ښاغلي عبدالرشید "سامع" له لوري وړاندې شو او له محصلینو سره د کاور لیکنې اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.
سیمینار د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېد.
