ابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت د مسلکي انکشاف آمریت لخوا، علمي ښوونیز- لارښودي ورکشاپونه چې دوه میاشتې به دوام وکړي په مختلفو (ټولنیزو علومو، طبیعي علومو، اسلامي علومو او انساني علومو حوزو کې په کیفي بڼه د څېړنو روشونو، په تدریسي برخو کې د

hamid
Mon, Jan 13 2025 1:37 PM
552قبای

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت د مسلکي انکشاف آمریت لخوا، علمي ښوونیز- لارښودي ورکشاپونه چې دوه میاشتې به دوام وکړي په مختلفو (ټولنیزو علومو، طبیعي علومو، اسلامي علومو او انساني علومو حوزو کې په کیفي بڼه د څېړنو روشونو، په تدریسي برخو کې د ورد او پاورپاینټ ښوونیزو برنامو د تکنالوژیکي مهارتونو تقویت او په علمي او عملي بڼه د ژباري روشونو) ورکشاپونه د کابل ښوونې او روزنې، وردګ، پروان، لوګر او البیروني پوهنتونونو استادانو او د کورنیو چارو وزارت د څېړنې ریاست غړو ته پیل شول!

شنبې ورځ ٣/٧/١٤٤٦ هــ ق چې له ١٥/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت د مسلکي انکشاف آمریت لخوا علمي ښوونیز- لارښودي ورکشاپونه چې دوه میاشتې به دوام وکړي په مختلفو (ټولنیزو علومو، طبیعي علومو، اسلامي علومو او انساني علومو حوزو کې په کیفي بڼه د څېړنو روشونو، په تدریسي برخو کې د ورد او پاورپاینټ ښوونیزو برنامو د تکنالوژیکي مهارتونو تقویت او په علمي او عملي بڼه د ژباري روشونو) ورکشاپونه د کابل ښوونې او روزنې، وردګ، پروان، لوګر او البیروني پوهنتونونو استادانو او د کورنیو چارو وزارت د څېړنې ریاست غړو ته پیل شول.

ورکشاپونه په یاد شویو حوزو کې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړۍ، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهنمل قدرت الله"عمرخیل" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو ورکشاپونو په دایرېدو خوښي څرګنده کړه او د یادو ورکشاپونو ارزښت اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: استادان د ټولنې یو مهمه برخه ده او باید استادان د علم او زده کړو او څېړنو برخو کې پوره زیار وباسي، همدارنګه یې استادانو ته په څېړنو کې د نویو میتیودونو څخه ګټه اخیستلو، اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، د یاد بنسټ نخبګانو لخوا په مختلفو حوزو کې ورکشاپونه په علمي او نظري بڼه پیل شول چې دوه میاشتې به دوام وکړې او د استادانو ظرفیت لوړاوي برخه کې به هراړحیز معلومات له استادانو سره شریک شي.

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS