کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د چاپېریال ساتنې څانګې له استادانو سره د (چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند غونډه ترسره کړه!

hamid
Sat, Dec 14 2024 1:58 PM
hdtgrfhrfg

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د چاپېریال ساتنې څانګې له استادانو سره د (چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند غونډه ترسره کړه!

شنبې ورځ د ٢٤/٩/١٤٠٣ هـ.ش چې له ١٢/٦/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د چاپېریال ساتنې څانګې له استادانو سره د (چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، معاونینو او چاپېریال ساتنې څانګې استادانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: خوښ یو چې له تاسو سره غونډه کې ګډوون کوو، یاده غونډه مو د چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو په پار نیولې، ترڅو یاد کنفرانس دایر شي او د عامه پوهاوي لپاره ټولنې ته یو مثبت پیغام ولري.

ښاغلي “هاشمي” زیاته کړه: دا چې د ژمي موسم دی او زمونږ په پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې مسلکي استادان شتون لري، غواړو له مونږ سره د یاد کنفرانس دارېدلو لپاره ستاسو نظرونه او وړاندیزونه شریک شي، ترڅو کنفرانس په سمه او منظمه توګه دایر او ټولنې ته یې پیغام ورسېږي.

د غونډې په پای کې د ګډوونکونکو لخوا د کنفرانس نوم، دایرېدلو نېټې، د کنفرانس موضوعاتو انتخاب او د مخنلفو اداراتو څخه د مېلمنو راغوښتلو اړوند بحث او خبرې وشوې.

د یادولو وړ ده چې یاد کنفرانس به په نږدې راتلوونکې کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا دایر شي او له مختلفو ادارو څخه به کارمندانو ته بلنه ورکړل شي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS