کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اجتماعي علومو پوهنځي د تاریخ څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
Sun, Oct 27 2024 9:26 AM
153

سې شنبې ورځ د ١/٨/١٤٠٣ هـ.ش چې له ١٩/٤/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اجتماعي علومو پوهنځی د تاریخ څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، اجتماعي علومو پوهنځي رئیس او تاریخ څانګې استادانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: خوښ یو چې له تاسو سره غونډه کې ګډوون کوو، یاده غونډه مو د استادانو نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو په پار نیولې ده.

ښاغلي “هاشمي” د تاریخ څانګې له استادانو څخه د بامیانو ولایت ته چې د تاریخ څانګې محصلین د سیر علمي په پار تللي ول، ګزارش واخیسته او استادانو د محصلینو د تجاربو اړوند د پوهنتون له رئیس سره مکمل معلومات شریک کړل، همدارنګه ښاغلي "هاشمي" استادانو ته د محصلینو لپاره د نورو علمي سفرونو وعده ورکړه او استادانو ته یې د محصلینو فکري روزنې، د افغانستان له تاریخي اشخاصو څخه د محصلینو پېژندنې، د افغانستان تاریخ او تاریخي ځایونو اړوند محصلینو ته د ورکشاپونو دایرېدلو، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS