کابل ولایت علماوو شورا غړو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا غړو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Sun, Sep 29 2024 2:24 PM
3666

یکشنبې ورځ د ٨/٧/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٦/٣/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ولایت علماوو شورا غړو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له علمي شورا غړو  سره د پوهنتون تدریسي کیفیت ښه والي په پار لیدنه وکړه.

په یاده  غونډه کې د کابل ولایت علماوو شورا غړو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او علمي شورا غړو ګډون درلود.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې یاد پوهنتون ته یې تشریف راوړ او د پوهنتون معاونیتونو، استادانو، محصلینو، پوهنځیو، لېسانس برنامو، ماسټرۍ برنامو، کتابتون، لابرتوارونو او د پوهنتون لاسته راوړنو اړوند یې اړین معلومات له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

وروسته، د کابل ولایت علماوو شورا معاون ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ظاهرخان"خادم" په خپلو خبرو کې د یاد پلاوي د راتګ موخه او هدف اړوند وضاحت ورکړ، زیاته یې کړه: خوښ یو چې په اکاډمیک ځای کې له قدرمنو استادانو سره لیدنه کوو، مونږ ستاسو ستونزو حل او وړاندیزونو اورېدلو لپاره راغلي یو او په هره برخه کې چې وړاندیزونه لرئ، ان شاء الله چې هغو ته به رسیدګي وشي.
 
د غونډې په جریان کې د کابل ولایت علماوو شورا غړو د غونډې ګډوونکونکو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د هغو په عملي کولو تعهد او ټینګار وکړ.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS