کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست له لوري څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو!

keu_admin
Mon, Jul 08 2024 1:55 PM
sdsds
شنبې په ورځ د ٢٩/١٢/١٤٤٥ ه.ق. چې له ١٦/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري دکابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست له لوري د " تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکات روزنیز سیمینار" تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو.
ورکشاپ غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت د پوهنتون رئیس، لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت رئیس او پلاوي، د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئيسانو، استادانو او اداري آمرینو په ګډون پیل شو.
لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وویل، همدارنګه یې د یاد ورکشاپ دایرېدلو اړوند خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډوونکونکو څخه یې وغوښتل چې له ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او په هره برخه کې چې ستونزې لري د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو یې حل کړي.
همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت رئیس ښاغلي شاکرالله "وحیدي" په خپلو خبرو کې د ورکشاپ هدف او موخه او ضرورتونو اړوند معلومات له ګډوونکونکو سره شریک کړل.
وروسته د ښاغلي پوهنمل محمد امین "امین" او ښاغلي پوهنوال رضوان الله "ممله وال" لخوا رسماً ورکشاپ پیل شو.
د یادولو وړ ده چې د ورکشاپ په لومړۍ ورځ (د برنامې پېژندنې، اعتبار ورکولو پروسې معرفي او د پوهنتون په سطحه د اعتبار ورکولو ٦ معیارونو توضېح) اړوند موضوعات له ګډوونکونکو سره شریک شول.

 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS