د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو تطبیق لپاره درېیمه غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Sun, Jun 23 2024 8:39 AM
5454
چهارشنبې ورځ ٥/١٢/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٢٣/٣/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او پوهنې وزارت ترمنځ د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو تطبیق په پار درېیمه غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي انکشاف رئیس او مل پلاوي او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون تحقیقاتو او علمي مجلو معاون په ګډون ترسره شوه.
غوڼده د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ملي کنفرانس د نتایجو تطبیق اړوند هرارخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د ملي کنفرانس نتایج باید په سمه توګه تطبیق شي، چې ټولې لاسته راوړنې به د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت سره شریکې شي او د کنفرانس نتایجو تطبیق لپاره به ښاغلی مولوي اول ګل "ایوبی" هم د نتایجو تطبیق کمېټې غړی شي، د یادې کمېټې غړي به د کنفرانس ټولې برخې وڅېړي او د کنفرانس له لاسته راوړنو به د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت پوره ګټه واخلي.
د غونډې په جریان کې د ګډوونکونکو لخوا د لاندې موضوعاتو :
د ملي کنفرانس نتایجو تطبیق میکانیزم او د راتلوونکې غونډې دایرېدلو اړوند بحث او خبرې وشوې
د یادولو وړ ده چې د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي انکشاف رئیس ښاغلي مولوي اول ګل "ایوبي" د یاد وزارت له لوري د ملي کنفرانس د نتایجو تطبیق کمېټې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته تشریف راوړی وو.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS