کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته د "آنلاین شغلي مهارتونو" ښوونیز پروګرام افتتاح شو!

keu_admin
Wed, May 29 2024 2:04 PM
55
سې شنبې ورځ د ٨/٣/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٠/١١/۱۴۵۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس، د کمپیوټر پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو په ګډون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا محصلینو ته د "آنلاین شغلي مهارتونو" ښوونیز پروګرام افتتاح وشوه.
افتتاحیې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د کمپیوټر ساینس له پوهنځي مننه وکړه، چې محصلینو ته یې یاد ښوونیز پروګرام پیل کړو، زیاته یې کړه چې یادې د آنلاین مهارتونو برنامې په اوسنیو شرایطو کې محصلینو لپاره ډېرې ګټورې دي او محصلین باید له وخت څخه په ګټه اخیستنې سره له یادو کورسونو پوره ګټه واخلي.
وروسته، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال قربان علي"فروغ" د یادې برنامې اړوند معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: د دې برنامې اصلي هدف، محصلینو لپاره په آنلاین برخه کې د شغلي مهارتونو زده کول دی.
یاده ښوونیز پروګرام چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو لخوا پرمخ وړل کیږي یو اوونۍ به دوام وکړي.

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM

BACK TO NEWS