کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو استادانو ته د ماسټرۍ څانګې لخوا دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو!

keu_admin
Wed, May 29 2024 2:02 PM
4555
 
سې شنبې ورځ د ٨/٣/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٠/١١/١٤٤٥ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو استادانو ته د " کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو موجوده وضعیت تحلیل" تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
د پیل غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، ماسټرۍ برنامو استادانو او ماسټرۍ څانګې مسؤولینو ګډون درلود.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ یې دایر کړو، زیاته یې کړه: روان کال مو د ماسټرۍ (٧) نوې برنامې اېجاد کړې، ترڅو محصلین د ماسټرۍ لپاره له هېواد بهر ولار نشي او خپل هېواد کې زده کړو ته دوام ورکړي، قدرمنو استادانو! نویو میتیودونو څخه ګټه واخلئ او محصلینو سره په تحقیقي او علمي برخو کې همکاري وکړئ، او له دې مقدسې لارې خپل هېواد ته د خدمت جوګه وګرزئ.
همدارنګه، ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د دې ورکشاپ ارزښت او ضرورت اړوند هر اړخیز معلومات یې استادانو سره شریک کړل.
د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې ادامه ولري او د ورکشاپ په لومړی ورځ د مسؤولینو لخوا د ( ماسټرۍ برنامو لپاره د پینځه کلن استراتیژیک پلان، لیدلورۍ او ماموریت، د ماسټرۍ برنامو دندې، طرزالعمل او تشکیلات، تحصیلي نصاب او تدریسی رویشونه او علمي تحقیقاتو او کیفیت لوړاوي) موضوعات د ورکشاپ ګډوونکونکو ته وړاندې شول.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS