کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د P.T.S سازمان مسؤولینو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
Mon, May 27 2024 2:10 PM
554
یکشنبې ورځ د ۶/۳/۱۴۰۳ ه.ش چې له ١٨/۱۱/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کې د (P.T.S (PINNACLE TEACHING SOLUTIONS))سازمان مسؤولینو سره لیدنه وکړه.
په یاده غونډه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو او تحقیاتو او مجلې مرستیالانو او د یاد سازمان مسؤولینو ګډون درلود.
په پیل کې، د سازمان رئیس ښاغلي دیوید آلن لندسي” په خپلو خبرو کې وویل: چې یاد سازمان له (۴۰) کالو راپدې خوا د استادانو ظرفیت لوړواي په برخه کې په آسیایي هېوادونو کې فعالیت لري او د نوموړي سازمان عمده اهداف د استادانو ظرفیت لوړواي لپاره د انګلیسي ژبې مهارتونو او د تدریس په برخه کې د لنډ مهالو سیمینارونو برابرول دي، ترڅو د زده کړییزه موادو ښه والي، د زده کړې وړاندې کولو او د تدریس روېشونو لوړواي لپاره کار وشي، زیاته یې کړه: چې غواړو روان کال په یادو برخو کې سیمینارونه دایر کړو او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ویې ویل، افغانستان له ډېرو جګرو څخه ځپل شوی ملک دی او د علم برخه کې استادانو او محصلینو ته هېس خدمات ندي ترسره شوي الحمدالله د ا.ا. په راتلو سره استادانو او محصلینو توجه ډېره شوې او ستاسو له سازمان مسؤولینو څخه مو هیله ده چې دسیمینارونو په دایرېدلو کې مونږ سره پوره همکاري وکړي، همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري د یادو سیمینارونو په دایرېدلو کې پوره همکاري کوي.
د یادولو وړ ده چې یاد سازمان روان کال د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ته سیمینارونه دایر وي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS