د "یونېس اېمره" انسټیټوټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته کلتوري-معنوي سیمینار وړاندې کړ!

keu_admin
Wed, May 22 2024 5:33 PM
4444
چهارشنبې ورځ د ١٤/١١/١٤٤٥ ه.ق چې له ٢/٣/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د " یونېس اېمره" انسټیټوټ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "هیلې" تر سرلیک لاندې کلتوري- معنوي سیمینار وړاندې کړ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، اداري آمرینو، استادانو او د یونېس اېمره انسټیټوټ رئیس “ګونګور” ور سره مل پلاوي او محصلینو ګډون درلود.
لومړۍ، د یاد انسټیټوټ رئیس ښاغلي حسین "ګونګور" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له رهبرۍ څخه یاد سیمینار ته د زمینې برابرولو په پار مننه وکړه او د یاد انسټیټوټ او فعالیتونو اړوند یې معلومات ورکړل.
وروسته، د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د یاد انستیوت له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې محصلینو ته سیمینارونه دایروي او محصلینو ته یې والدینو او استادانو ته د احترام او ټولو مسلمانانو سره د میني او ورورولی اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
یاد سیمینار د "هیلې" سرلیک لاندې د استاد حفیظ الله “قرباني” له لوري وړاندې شو او په اخر کې د ډالیو پر ورکړې او دعایې په ویلو سره سیمینار پای ته ورسېد.

 

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS