کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د (علمي تحقیقاتو او نشراتو) کمېټو غړو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
Sun, May 12 2024 10:57 AM
44
شنبې ورځ د ٢٢/۲/۱۴۰۳ هـ.ش چې له ٢/١١/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د (علمي تحقیقاتو او نشراتو) کمېټو غړو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، علمي چارو او تحقیقاتو چارو معاونینو او د (علمي تحقیقاتو او نشراتو) کمېټو غړو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه د کمېټو غړو سره د علمي تحقیقاتو برخې کې د زیاد کوښښ کولو او دې برخې کې د لاسته راوړنو، په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” د کمېټو غړو ته د کمېټو د روان کال پلان جوړولو، د مقالو ترتیب او ژورنالونو کې د نشرولو، د بین‌المللي معیارونو مطابق د مقالو لیکلو، پر وخت د علمې مجلو چاپ، د لیکل شویو مقالو د نتایجو تطبیق او په ملي ژبو د مجلو چاپ کولو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د کمېټو غړو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS